IQNA

محمود شحات  انور؛زما پلار د ما دلارې مشال او اسوه  ؤ

11:06 - January 13, 2024
د خبر لمبر: 3488563
ایکنا= د قرآن کریم نړیوال قاری شیخ محمود الشحات انور  د خپل پلار خداي بخښلي شیخ  شحات محمد انورد وفات د کلیزې په درشل کې  هغه ، دخپلې لارې یو روښانه مشال او لومړنۍ اسوه وبلله .

ایکنا نیوز د الدستور له قوله راپور راکړ،شیخ محمود الشحات انور د خپل خداي بخښلي پلار شیخ الشحات محمد انور د پنځلسم تلین په مناسبت هغه په تلاؤت خپل روښانه مشال او اسوه وبالۀ

هغه روښانه کړې ده ، زما پلار په تلاؤت کې زما لومړنۍ اسوه اوپه ژوند کې د ما د لارې مشال دی او هغه ؤ چې ماته ئې رازده کړه،د ژوند د  څپانده څپو په وړاندې مقاومت وکړم.

هغه  د قرآن کریم سره  خپله مینه او  دهغه  د تلاؤت ته  احترام او قرآني تربیّت د خپل  پلار د تربیّت نتیجه وبلله.

خداي بخښلی قاری شیخ الشحات  محمد انور پخپل غږ سره یو مصحف ریکارډ کړی  چې د الازهر د اسلامی مطالعاتو  دمرکز دتايئد وړ دی

شیخ الشحات محمد انور  د ۱۹۵۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د  مصر په دقهلیه ولایت کې په میت غمر مرکز سره اړوندهپه کفر الوزیر کلي کې زیږیدلی ؤ. هغه په درې میاشتني عمر کې خپل پلار له لاسه ورکړی او دخپل آکا په سرپرستۍ کې لوي شو .په ماشوموالي کې  د خپل کلي قرآني مکتب خانې ته  وارد شو  او په اته کلنۍ کې  ئې ټول قرآن کریم حفظ کړ او پخپل ټول عمر کې ئې د قرآن تلاؤت ته دوام ورکړ.

شیخ الشحات محمد انور د ۲۰۰۸کال د جنورۍ په ۱۳ نیټه په ۵۷کلنۍ  وفات شو  او  له خپلې خوا ئې د قرآن کریم د تلاؤتونو  ډير په زړه پورې صوتي او تصویری  آثار و ډير لوي میراث پریښودلی  دی .

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4193484/  

captcha